عمري مدني د معدني اوبو شرکت چي د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري بنسټ ایښودل سوی، د معدني او بشپړ تصفیه سویو اوبو د تولید او عرضه کولو په برخه کي معیاري او باوري خدمات وړاندي کوي.
د یاد شرکت له لوري تولیدېدونکي اوبه د پرمختللي فلټرېشن سیستمونو، څو پړاوه تصفیې، او د نړیوالو روغتیايي معیارونو له مخې پروسس کېږي، څو خلکو ته پاکي، خوندي، صحي او معیاري د څښاک اوبه برابرې کړي.