د عمري ترمینل
عمري ترمینل (آډه)
عمري ترمینل د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د غټو او کوچنیو موټرو لپاره د عصري اسانتیاوو لرونکی دی.
دا ترمینل د لښکرګاه ښار ته د تلونکو او راتلونکو مسافر وړونکو موټرو د منظم تګ راتګ او د مسافرو د اسانتیا په موخه جوړ سوی دی.
په عمري ترمینل کي د تګ او راتګ جلا او پراخي دروازې، د بسونو او مسافر وړونکو وسایطو لپاره مناسب انتظار ځایونه، د ټکټ اخیستو معیاري دفترونه، او د موټرو د ساتني او ترمیم ځانګړي مرکزونه شامل دي.
همدارنګه، د تیلو بدلولو، فلټرونو پاکولو، تخنیکي معاینې او عمومي تخنیکي خدماتو بشپړي اسانتیاوي هم پکي موجودي دي.
د مسافرو د هوسایني لپاره په ترمینل کي د نارینه او ښځینه لپاره جلا انتظار ځایونه، تشنابونه، د خوراکي توکو ځایونه او جلا جلا مسجدونه برابر سوی دي، تر څو مسافر په خوندي، منظم او آرام چاپېریال کي له سفر څخه ګټه واخلي.