عمري مدني د معدني اوبو شرکت چي د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري بنسټ ایښودل سوی، د معدني او بشپړ تصفیه سویو اوبو د تولید او عرضه کولو په برخه کي معیاري او باوري خدمات وړاندي کوي.
د یاد شرکت له لوري تولیدېدونکي اوبه د پرمختللي فلټرېشن سیستمونو، څو پړاوه تصفیې، او د نړیوالو روغتیايي معیارونو له مخې پروسس کېږي، څو خلکو ته پاکي، خوندي، صحي او معیاري د څښاک اوبه برابرې کړي.
د اوبو کیفیت په منظم ډول تر څارني لاندي نیول کیږي، تر څو د روغتیا نړیوالو معیارونو سره بشپړ سمون ولري.
د تولید ظرفیت:
عمري مدني د معدني اوبو شرکت په ۱۲ ساعتونو کې د ۲۰۰۰ بستو اوبو د تولید وړتیا لري، چي ټول تولید یې ۱۰۰ سلنه تصفیه سوي او د حفظ الصحې اصولو ته برابري دي.
د شرکت ځانګړتیاوي او خدمات:
• د عصري او پرمختللي تصفیې سیستم کارول
• د روغتیايي معیارونو مطابق بسته بندي
• دوامداره کیفیت کنټرول
• چاپېریال ساتني ته ژمنتیا
• د خلکو لپاره د پاکو او صحتمندو اوبو دوامداره عرضه
• د باوري، معیاري او ارزانه محصول وړاندي کول
عمري مدني د معدني اوبو شرکت ژمن دی چي د هلمند ولایت اوسېدونکو ته پاکي، صحتمندي او معیاري معدني اوبه ورسوي او د خلکو د روغتیا د خوندي ساتلو په برخه کي اغېزمن رول ولوبوي.
پته : هلمند ولایت، غازي محمد ایوب خان ښارګوټی، عثماني مارکیټ، دوهم منزل، عمري مدني د معدني اوبو شرکت