د نوی عمري ساختماني او تجارتي فعالیتونه

ښارګوټي

سردار ګل محمد خان صنعتي ښارګوټی

سردار ګل محمد خان صنعتي ښارګوټی، چي په دې وروستیو کي یې فعالیتونه د پام وړ ګړندي سوی دي، د سیمي د اقتصادي ودي لپاره یو مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي. دا صنعتي ښارګوټی دا مهال د سلګونو فابریکو کوربه دی، چي له امله یې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په بېلابېلو برخو کي په کار بوخت دي. یاد صنعتي ښارګوټی د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه، په ۱۱۹۱ جریبه ځمکه کې جوړ سوی دی. په دې صنعتي ښارګوټي کي دا مهال بېلابېلي فابریکې لکه د پنبې پروسس، د درملو تولید، د وسپني ویلي کولو فابریکي او د اوړو مېلونه او داسي نوري فعاله دي، چي هره یوه یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. سربېره پر دې، لسګونه نوري فابریکې لا هم تر کار لاندي دي، چي د چارو له بشپړېدو سره به ډېر ژر نور کاري فرصتونه هم رامنځته سي. دا صنعتي ښارګوټی نه یوازي پانګوالو ته بېساري فرصتونه برابروي، بلکي د سیمي اوسېدونکو لپاره یې په زرګونو کاري فرصتونه ایجاد کړي دي. سردار ګل محمد خان صنعتي ښارګوټی د پانګوالو او د سیمي د خلکو لپاره د پرمختګ یوه نوې لار، او د اقتصادي سوکالۍ لپاره یوه روښانه هیله بلل کېږي.
ښارګوټي

غازي محمد ایوب خان ښارګوټی

غازي محمد ایوب خان ښارګوټی د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري په زرګونه جریبه ځمکه کي په عصري او منظم ډول جوړ سوی ښارګوټی دی، چي د اوسېدونکو لپاره پکښي د ارام، خوندي او باکیفیته ژوند ټول اساسي سهولتونه برابر سوي دي.
یاد ښارګوټی د هلمند ولایت له مهمو او بې‌ سارو استوګنیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، ځکه پکښي د ژوند د بېلابېلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لاندې اسانتیاوي په پام کي نیول سوي دي:

  •  عصري او معیاري استوګنیزي نمرې
  • دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزون (ښوونځي، لېسې او روزنیز انستیتیوتونه)
  • مجهز صحي مرکزونه او کلینیکونه
  • تفریحي پارکونه او شنې ساحې
  • معیاري سړکونه، پیاده‌ روګاني او منظم ترانسپورتي سیستم
  •  عصري تجارتي مارکیټونه او سوداګریز مرکزونه
  • جوماتونه او دیني مدرسې
  • د برېښنا، پاکو اوبو او فاضله اوبو منظم سیستم
  • ۲۴ ساعته امنیتي تدابیر او ساتنه
  • ورزشي میدانونه او ټولنیز تفریحي ځایونه
ښارګوټي

عمري ښارګوټی

د عمري ښارګوټي بنسټ د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په همزنګ سیمه کي ایښودل سوی دی.

  •  د شاوخوا ۶۵۰ جریبه شخصي ځمکي په ساحه کي طرحه سوی
  •  عصري عمومي او فرعي سړکونه، پارکونه او شنې سیمي
  • د پاکو اوبو منظمي شبکې او معیاري برېښنا سیستم
  •  مسجدونه، مکتبونه، روغتون او ورزشي میدانونه، ریسټورانټونه، هوټلونه
  •  سوداګریز مرکزونه او د خدماتو بشپړ بنسټونه
what we’re offering

We’re giving all the insurance services to you