تعلیمي فعالیتونه

تعلیمي برخه

عمري د روغتیايي علومو انستیتوت

عمري د روغتیايي علومو انستیتیوت د هلمند ولایت په کچه د روغتیايي زده کړو یو مخکښ مرکز دی، چي په لمړي ځل د روغتیايي علومو په ۱۲ مهمو برخو کي معیاري او باکیفیته زده کړي وړاندي کوي:

  •  عالي نرسنګ
  •  طبي لابراتوار
  •  فارمسي
  •  د غاښونو پروتیز
  •  رواني صحت
  •  تغذیه
  •  فزیوتراپي
  •  انستیزي
  •  طبي انجینري
  •  راډیولوژي
  •  سترګو ټکنشن

ادرس: لښکرګاه ښار، غازي محمد ایوب خان مېنه، عمري د روغتیايي علومو انستیتیوت.

تعلیمي برخه

د عمري انستیتوت ځانګړي امکانات

موږ له تاسو سره د باور او کیفیت په لاره کې یو

راځئ یو ځای د سبا لپاره قوي بنسټ جوړ کړو

تعلیمي برخه

عمري هلمند خصوصي ښوونځی

عمري هلمند خصوصي ښوونځی د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت په غازي محمد ایوب خان ښارګوټی کي د یتیمو او بې‌ سرپرسته ماشومانو د ملاتړ، روزني او ښووني په موخه جوړه سوې ده

عمري ښوونځی هڅه کوي تر څو یتیمو ماشومانو ته د خوندي چاپېریال، معیاري زده‌ کړو او سالم تربیت زمینه برابره کړي، څو
.هغوی د ټولني ګټور او مسؤل وګړي وګرځي

د یادوني ده چي په یاده ښوونځی کي اوس ۱۰۰۰ تنه یتیم زده کوونکي چي ۴۰۰ نهاریه او ۶۰۰ لیلیه زده کوونکي زده کړي کوي.

تعلیمي برخه

عمري دارالیتام

عمري دارالیتام د الحاج محمد عیسی عمري په مالي ملاتړ د هلمند ولایت په غازي محمد ایوب خان ښارګوټي کي د یتیمو او بې‌ سرپرسته ماشومانو د ساتني، پالني او روزني په موخه جوړ سوی دی.

په دې دارالیتام کي ماشومانو ته د بشپړو اسانتیاوو تر څنګ عصري تعلیمي زده‌ کړي او دیني زده ‌کړي ورکول کېږي، څو هغوی په سالم اخلاقي چاپېریال کي د علم، ایمان او مهارتونو له لاري روښانه راتلونکي ته چمتي سي.

تعلیمي برخه

عمري د کمپیوټر او انګلیسي ژبي ښوونیز مرکز


عمري د کمپیوټر او انګلیسي ژبي ښوونیز مرکز د یتیمو زده‌ کوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه جوړ سوی دی.

په دې مرکز کي یتیمو زده‌ کوونکو ته په وړیا ډول د انګلیسي ژبي زده‌ کړي او د کمپیوټر اساسي او عصري مهارتونه ور زده کېږي، څو هغوی وکولای سي، د عصري نړۍ له غوښتنو سره ځان عیار او د خپل راتلونکي لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.