روغتیایي خدمتونه

روغتیایي برخه

روغپال عمري معالجوي شل بستریز روغتون

روغپال عمري معالجوي 20 بستریز روغتون په هلمند ولایت کي یو بشپړ روغتون دی چي په بیلابیلو برخو کي ګرانو هیوادوالو ته خدمات وړاندي کوي
روغپال عمري روغتون د عمومي جراحي، یورولوژي، لابراتوار، ایکسرې، تلویزیوني معاینات، نسايي ولادي، 24 ساعته فعال امبولانسونه، اطفال او عمومي داخله ناروغیو درملنه د متخصص او با تجربه ډاکټرانو پر مټ ترسره کوي.
د عمومي جراحي څانګه :
په یاده څانګه لاندي عملیاتونه ترسره کیږي.
د پښتورګو د ډبرو عملیاتونه
د مثانې د ډبرو عملیاتونه
د پروستات عملیات.
ښځینه څانګه چي په هغه کي لاندي برخي شتون لري:
یاده ښځینه څانګه کي ( ۲۴ ) ساعته فعالیت لري، چي د ولادت خدمتونه د متخصصو او با تجربه ښځینه ډاکټرانو له لوري په وړیا ډول سره ترسره کوي.
په یاد روغتون کي د غاښونو د درملنې لپاره مسلکي ښځینه ډاکټرانې مقرري سوي دي چي، د غاښو د درملنې په برخه کې کلونه تجربه لري، او په لاندي برخو کي خدمات وړاندي کوي :
» دغاښو ډکول د شعاع په واسطه
» د غاښو سپینول بېله جانبي عوارضو
» د غاښو ایستل، او پوښ کول

ادرس : هلمند ولایت، غازي محمد ایوب خان ښارګوټی، روغپال عمري روغتون.