زموږ په اړه

عمري تجارتي او ساختماني شرکت د ســــبا لــــپــــاره قــــوي بنست
زموږ پیغام

د ښه راغلاست پیغام

د نوي عمري تجارتي شرکت د رئیس په توګه زه تاسو ته بنه راغلاست وایم او د الله (ج) شکر پر خدای کوم چی ماته یی ددی توانایی راکړی او کړیدی ملت ته تر خپل وس او توان پوری خدمت وکړم، زمونږ کاروان به ان شاءالله همداسی مخ پر وړاندی روان وی تر څو خپل وطن ته په هر ډګر کی خدمت وکړم سره لکه د تعلیمی او تحصیلی مرکزونو جوړول، تجارتي معاملاتو مرکزونو جوړول د هیواد په ګوټ ګوټ کی، صنعتی پارک او کارخونو جوړول، د بی سرپرسته او یتیمو ماشومانو لپاره دارالایتام او ښوونځی جوړول، د سپورتونو جوړول د بیلکی په توګه د غازی محمد ایوب خان مینه، د نفتی موادو او تیلو په برخه کی سرمایه ګذاری او همدارنګه د ساختمانی پروژو پلی کول زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی.
د نوي عمري تجارتي شرکت (هیروی په نامه کی لری تر څو د هلمند ولایت سربیره په نورو مختلفو ولایتونو کی په بیلابیلو برخو کی لکه د تحصیلی مرکزونو، تجارتي مرکزونو، ستوګنیزه او صنعتی برخوکی او داسی نورو برخو کی خپل تجارت او سرمایه ګذاری ته ادامه ورکړی چی له لوری به یو لوی به اقتصاد ته پیاورتیا ورکړی او له بلې خوا به د کار زمینه خپلو هیوادوالو ته مسلکی کسانو ته برابر سی چی دا له نورو هدفونو چی زمونږ د شرکت لپاره ډیر مهم او حیاتی دی چی برخه کی به تولو برخه د زړه له کومی هڅی او لا هڅی روان وی.
درنښت
حاجي محمد عیسی "عمري"
د نوي عمري تجارتي او ساختماني شرکت رئیس
زموږ په اړه

د عمري تجارتي او ساختماني شرکت

د ملي تجار الحاج محمد عیسی عمري د هڅو، ابتکار او دوامدار لیدلوري په پایله کي عمري تجارتي او ساختماني شرکت د هلمند ولایت په کچه د یو مخکښ، باوري او څو اړخیز خصوصي شرکت په توګه بنسټ اېښودل سوی او فعال دی. دا شرکت د خپل فعالیت له پیل راهیسي هڅه کړې چي د خلکو د اړتیاوو، د سیمي د اقتصادي حالت او د عصري پرمختګونو له مخي په بېلابېلو برخو کي معیاري، اغېزمن او دوامداري پروژې پلي کړي دي. عمري تجارتي او ساختماني شرکت دا مهال د ساختماني، تجارتي، روغتیايي، تعلیمي، صنعتي او ټولنیزو خدماتو په ډګرونو کي لسګونه لویې او مهمي پروژې عملي کړي دي، چي له برکته یې زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار په مختلفو برخو کي بوخت دي. د شرکت موسس، ملي تجار الحاج محمد عیسی عمري، د شفاف مدیریت، معیاري خدماتو او دوامدار پرمختګ پر اصلونو ټینګ باور لري ، نوموړی هڅه کوي چې د عصري ساختماني معیارونو، منظم ښاري پلان، اغېزمنو تجارتي فعالیتونو او ټولنیز مسئولیت له لاري د هلمند ولایت او شاوخوا سیمو د اقتصادي ودي ښاري پراختیا او ټولنیزي سوکالۍ لپاره مهم او اغېزناک رول ولوبوي. عمري تجارتي او ساختماني شرکت نه یوازي د ودانیو او پروژو په جوړولو بسنه کوي، بلکي هڅه کوي چي د خلکو لپاره د کار زمینې، د ژوند اسانتیاوي، روغتیايي او تعلیمي خدمات، او معیاري تجارتي چاپېریالونه رامنځته کړي، تر څو یو باوري، منظم او دوامدار راتلونکی جوړ سي.
زموږ ارزښتونه

روښانه راتلونکی، قوي بنسټ او دوامدار پرمختګ لپاره زموږ ژمنتیا

زموږ لیدلوری

مونږ غواړو چې په راتلونکې کې یو نړيوال شرکت ووسو او په بیلابیلو برخو کې فعالیت ولرو لکه د بیا رغونې، روغتیا، تجارت، زده کړه، د کارخانو او صنعتي پارکونو، د استونکيزه شارکتونو جوړول په دولتي سکتور باندې سرمایه ګذاري کول او داسی نور هغه څه چې مونږ یې په برخو کې عملآ په کار بوخت یو.

زموږ ماموریت

زموږ اصلي موخه په دولتي سکتور باندې سرمایه ګذاري کول دی چې نه د دولت خزاني ته ترې عواید لاس ته راشي او نه هم خصوصي سکتور ورڅخه استفاده کولی سی د عمري تجارتي او ساختماني شرکت په برخه کې پروژه پرمخ وړو، موږ غواړو چې بیلابیلو برخو کې د کارونو د ښه ترخه خبل کسب او تجارت ته ادامه ورکړي او همدارنګه دولتي چارواکو ته سپینې لارې پیدا کولو کې مرسته وکړو.
دې عمري تجارتي او ساختماني شرکت یو مهال کوی فعالیت کوی لکه د تجارتي مارکیټونو جوړول د هلنډ د اقتدار شاروالو ته بیلابیلو برخو کې عملآ په تجارت بوخت دی، تعلیمي مرکزونو جوړول لکه د انګلیسي په لیسه په سطح مکټبونه، د همدارنګه د صحی علومو انسټیټیوټ، د غازي محمد ایوب خان، سردار گل محمد خان صنعتي پارک او داسی نور د یادولو وړ دی.
زموږ اساسی خدمتونه

موږ د لوړ کیفیت، باور او مسلکي معیارونو سره هر اړخیز خدمتونه وړاندې کوو

موږ له تاسو سره د باور او کیفیت په لاره کې یو

راځئ یو ځای د سبا لپاره قوي بنسټ جوړ کړو