د نوی عمري ساختماني او تجارتي فعالیتونه
د استوګنیزو کورونو، بلاکونو او اپارتمانونو جوړول
د استوګنیزو ودانیو په جوړولو کې مسلکي او معیاري خدمتونه وړاندې کوو چې د کورنیو او ټولنې اړتیاوې په پام کې نیسي.

د ودانیو ترمیم، بیارغونه او عصري کول
د ودانیو ترمیم، بیارغونې او عصري کولو کې معیاري او مسلکي خدمتونه وړاندې کوو ترڅو اوږدمهاله کیفیت او خوندیتوب یقیني شي.

د سړکونو، ډامبر او بنسټیزو لارو جوړونه
د سړکونو او بنسټیزو لارو په جوړولو کې پرمختللي تخنیکونه کاروو ترڅو د ټرانسپورټ او ارتباطاتو ښه والي ته وده ورکړو.

د تجارتي ودانیو او مارکېټونو جوړول
د تجارتي ودانیو او مارکېټونو په جوړولو کې لوړ معیارونه تعقیب کوو ترڅو سوداګریز فعالیتونه په خوندي او مسلکي چاپېریال کې ترسره شي.

د ښارګوټو او پراختیایي پروژو تطبیق
د ښارګوټو او منظمو پراختیایي پروژو په تطبیق کې مسلکي پلانونه او عصري حل لارې وړاندې کوو چې د ټولنې پرمختګ تضمین کړي.

برېښنايي او سولري سیستمونو نصبول
د ودانیو لپاره د برېښنايي او سولري سیستمونو نصب، مدیریت او ساتنې خدمتونه په لوړه کچه وړاندې کوو چې د انرژۍ موثریت یقیني کړي.

ښارګوټي
سردار ګل محمد خان صنعتي ښارګوټی
سردار ګل محمد خان صنعتي ښارګوټی، چي په دې وروستیو کي یې فعالیتونه د پام وړ ګړندي سوی دي، د سیمي د اقتصادي ودي لپاره یو مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.
دا صنعتي ښارګوټی دا مهال د سلګونو فابریکو کوربه دی، چي له امله یې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په بېلابېلو برخو کي په کار بوخت دي.
یاد صنعتي ښارګوټی د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه، په ۱۱۹۱ جریبه ځمکه کې جوړ سوی دی.
په دې صنعتي ښارګوټي کي دا مهال بېلابېلي فابریکې لکه د پنبې پروسس، د درملو تولید، د وسپني ویلي کولو فابریکي او د اوړو مېلونه او داسي نوري فعاله دي، چي هره یوه یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
سربېره پر دې، لسګونه نوري فابریکې لا هم تر کار لاندي دي، چي د چارو له بشپړېدو سره به ډېر ژر نور کاري فرصتونه هم رامنځته سي.
دا صنعتي ښارګوټی نه یوازي پانګوالو ته بېساري فرصتونه برابروي، بلکي د سیمي اوسېدونکو لپاره یې په زرګونو کاري فرصتونه ایجاد کړي دي.
سردار ګل محمد خان صنعتي ښارګوټی د پانګوالو او د سیمي د خلکو لپاره د پرمختګ یوه نوې لار، او د اقتصادي سوکالۍ لپاره یوه روښانه هیله بلل کېږي.
ښارګوټي
غازي محمد ایوب خان ښارګوټی
غازي محمد ایوب خان ښارګوټی د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري په زرګونه جریبه ځمکه کي په عصري او منظم ډول جوړ سوی ښارګوټی دی، چي د اوسېدونکو لپاره پکښي د ارام، خوندي او باکیفیته ژوند ټول اساسي سهولتونه برابر سوي دي.
یاد ښارګوټی د هلمند ولایت له مهمو او بې سارو استوګنیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، ځکه پکښي د ژوند د بېلابېلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لاندې اسانتیاوي په پام کي نیول سوي دي:
- عصري او معیاري استوګنیزي نمرې
- دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزون (ښوونځي، لېسې او روزنیز انستیتیوتونه)
- مجهز صحي مرکزونه او کلینیکونه
- تفریحي پارکونه او شنې ساحې
- معیاري سړکونه، پیاده روګاني او منظم ترانسپورتي سیستم
- عصري تجارتي مارکیټونه او سوداګریز مرکزونه
- جوماتونه او دیني مدرسې
- د برېښنا، پاکو اوبو او فاضله اوبو منظم سیستم
- ۲۴ ساعته امنیتي تدابیر او ساتنه
- ورزشي میدانونه او ټولنیز تفریحي ځایونه



ښارګوټي
عمري ښارګوټی
د عمري ښارګوټي بنسټ د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په همزنګ سیمه کي ایښودل سوی دی.
- د شاوخوا ۶۵۰ جریبه شخصي ځمکي په ساحه کي طرحه سوی
- عصري عمومي او فرعي سړکونه، پارکونه او شنې سیمي
- د پاکو اوبو منظمي شبکې او معیاري برېښنا سیستم
- مسجدونه، مکتبونه، روغتون او ورزشي میدانونه، ریسټورانټونه، هوټلونه
- سوداګریز مرکزونه او د خدماتو بشپړ بنسټونه
what we’re offering




