روغپال عمري معالجوي 20 بستریز روغتون په هلمند ولایت کي یو بشپړ روغتون دی چي په بیلابیلو برخو کي ګرانو هیوادوالو ته خدمات وړاندي کويروغپال عمري روغتون د عمومي جراحي، یورولوژي، لابراتوار، ایکسرې، تلویزیوني معاینات، نسايي ولادي، 24 ساعته فعال امبولانسونه، اطفال او عمومي داخله ناروغیو درملنه د متخصص او با تجربه ډاکټرانو پر مټ ترسره کوي.د عمومي جراحي څانګه :په یاده څانګه لاندي عملیاتونه ترسره کیږي.د پښتورګو د ډبرو عملیاتونهد مثانې د ډبرو عملیاتونهد پروستات عملیات.ښځینه څانګه چي په هغه کي لاندي برخي شتون لري:یاده ښځینه څانګه کي ( ۲۴ ) ساعته فعالیت لري، چي د ولادت خدمتونه د متخصصو او با تجربه ښځینه ډاکټرانو له لوري په وړیا ډول سره ترسره کوي.په یاد روغتون کي د غاښونو د درملنې لپاره مسلکي ښځینه ډاکټرانې مقرري سوي دي چي، د غاښو د درملنې په برخه کې کلونه تجربه لري، او په لاندي برخو کي خدمات وړاندي کوي :» دغاښو ډکول د شعاع په واسطه» د غاښو سپینول بېله جانبي عوارضو» د غاښو ایستل، او پوښ کول
ادرس : هلمند ولایت، غازي محمد ایوب خان ښارګوټی، روغپال عمري روغتون.